23 خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“
بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“
بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“
او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو.
تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.
د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“
د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى.
د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ.
داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم.