22 بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“
هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه.
خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“
بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“
هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“