19 ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول. زما سر خوږيږى.“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“
کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو.
هغه نوکر هلک واپس خپلې مور له بوتلو، او تر هغې پورې يې په غېږ کښې نيولے وو، چې د غرمې په وخت هغه مړ شو.
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.