18 کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو.
خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو.
ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول. زما سر خوږيږى.“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“
نو اليشع هغه ښځې له مشوره ورکړه چې د هغې زوئ يې راژوندے کړے وو، او ورته يې وفرمائيل چې، ”تۀ او ستا خاندان لاړ شئ او په بل ځائ کښې اوسېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې په دې مُلک کښې به اووۀ کاله قحط وى.“
په دې کښې بوعز په خپله د بيتلحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“