Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:16
16 Iomraidhean Croise  

خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“


يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.


هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“


هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“


عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخى‌اب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟


د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“


اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله،


خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو.


ښځې هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، ما ستا نه زوئ غوښتے وو څۀ؟ ما تا ته نۀ وُو وئيلى چې زما اُميدونه مۀ راپاڅوه؟“


او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې، ”ټول انسانان دروغژن دى.“


خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan