15 اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله،
اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“
اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“