14 اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“
اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“
نو هغۀ جيحازى ته وفرمائيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“
اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله،
خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.
په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.
د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو.
د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“