Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 4:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 4:10
11 Iomraidhean Croise  

الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو


يوه ورځ هغه راغلو او د آرام دپاره خپلې کوټې ته وختلو.


خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.


خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بې‌اجره پاتې نۀ شى.


او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.


د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.


او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan