9 نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.
هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“
د ادوم په مُلک کښې بادشاه نۀ وو، په دې باندې يو خليفه حکومت کولو کوم چې د يهوداه بادشاه مقرر کړے وو.
يهوسفط بادشاه تجارتى سمندرى جهازُونه جوړ کړل چې د اوفير مُلک نه سرۀ زر راوړى، خو دا په عصيونجابر کښې مات شول او هيڅکله لا نۀ ړل.
نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخىاب زوئ يورام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه.
يورام بادشاه په خفګان کښې ووئيل، ”افسوس، مالِک خُدائ مونږ درې واړه دلته د دې دپاره راوستى يُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“
هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو.
خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اوږده لار باندې لاړ شُو.“
د يهورام په بادشاهۍ کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې جوړ کړو.
موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.
بيا موسىٰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړو چې د بحرِقُلزم نه روان شى، نو دوئ د شور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ موندلې.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.
چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول
تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟
او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بېکاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“
هغوئ د الوش نه خېمې اوچتې کړې او په رفيديم کښې يې ولګولې، چرته چې د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.
برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.