8 خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اوږده لار باندې لاړ شُو.“
هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو.
نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول