Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:7
12 Iomraidhean Croise  

او اخى‌اب د يهوسفط نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما سره لاړ شې څۀ چې په رامات‌جِلعاد حمله وکړُو؟“ يهوسفط ورته ووئيل، ”لکه څنګه چې زۀ ستا ملګرے يم، نو داسې زما فوجيان ستا خپل فوجيان دى او زما آسونه ستا خپل آسونه دى.“


اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله.


نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل.


خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اوږده لار باندې لاړ شُو.“


نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.


هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”تۀ به رامات‌جِلعاد باندې د حملې کولو دپاره ما سره لاړ شې؟“ يهوسفط جواب ورکړو، ”کله چې تۀ تيار شې نو زۀ او زما فوج تيار يُو. مونږ به تا سره ملګرى شُو.“


د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan