6 نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل.
اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.
خو چې د اِسرائيل بادشاه اخىاب مړ شو، نو ميسا د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو.
هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو.
ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو.
بيا ساؤل خپل لښکر راغونډ کړو او په طلائم کښې يې وشمېرلو. دوه لاکه بنى اِسرائيل فوجيان وُو او لس زره د يهوداه قبيلې فوجيان وُو.