Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو هغۀ خپل مشر زوئ د ځان سره بوتلو چې کوم د هغۀ نه پس بادشاه جوړېدو او هغه يې په دېوال باندې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. نو په اِسرائيل سخت قهر نازل شو او هغوئ د ښار نه راوګرځېدل او خپل مُلک ته راواپس شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:27
14 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“


نو يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ دا لوئ لښکر وينې؟ هم نن به زۀ تا له په دې باندې فتح درکړم او تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.


کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو.


او تاسو خپل زامن او لوڼه بوتلل کوم چې تاسو زما دپاره پېدا کړى وُو او هغوئ مو د خوراک په توګه بُتانو ته قربانى کړل. ولې ستا خپله زناکارى کافى نۀ وه څۀ؟


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.


آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى.


کۀ زۀ واپس په خېر سره راورسېدم او څوک هم چې زما د کور نه وړومبے زما سره د مِلاوېدو دپاره راووتل نو هغه به د مالِک خُدائ وى نو هغه څيز به هغۀ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړم.“


دوه مياشتې پس هغه واپس خپل پلار له راغله. هغۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د مالِک خُدائ سره لوظ کړے وو. او هغه په پېغلتوب کښې مړه شوه او د يو سړى سره يې هم تعلق نۀ وو لرلے نو داسې په بنى اِسرائيلو کښې د دې نه يو رِواج جوړ شو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan