Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:26
5 Iomraidhean Croise  

او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.


نو هغۀ خپل مشر زوئ د ځان سره بوتلو چې کوم د هغۀ نه پس بادشاه جوړېدو او هغه يې په دېوال باندې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. نو په اِسرائيل سخت قهر نازل شو او هغوئ د ښار نه راوګرځېدل او خپل مُلک ته راواپس شول.


نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.


د يهورام په بادشاهۍ کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې جوړ کړو.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan