Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:25
16 Iomraidhean Croise  

چې کوم کوهى د اِبراهيم په ژوند د اِبراهيم نوکرانو کنستلى وُو نو فلستيانو هغه کوهى بند کړل او د خاورو نه يې ډک کړل.


هغۀ يو ځل بيا هغه کوهى وکنستل کوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو او فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کوهى ته هم هغه نومونه اخستل کوم چې د هغۀ پلار پرې اېښى وُو.


بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.


تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“


خو چې کله هغوئ خېمو ته ورسېدل، نو اِسرائيل ورباندې حمله وکړه او واپس يې وشړل. اِسرائيليان د موآب مُلک پورې په هغوئ پسې وُو او په تلو تلو کښې يې هغوئ وژل


کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو.


دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.


زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قير‌حراست دپاره غمژن دے.


د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.


نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قير‌حراست د خلقو دپاره ژړا کوم.


نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قير‌حراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“


ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan