Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ په حېرانتيا سره ووئيل، ”ګورئ، دا خو وينه ده، هغه درې لښکرو به د يو بل سره جنګ کړے وى او ټول به مړۀ شوى وى. راځئ چې مالِ غنيمت راغونډ کړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:23
8 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سحر چې هغوئ پاڅېدل، نو نمر په اوبو باندې ځلېدو او اوبۀ د وينو په شان سرې ښکارېدلې.


خو چې کله هغوئ خېمو ته ورسېدل، نو اِسرائيل ورباندې حمله وکړه او واپس يې وشړل. اِسرائيليان د موآب مُلک پورې په هغوئ پسې وُو او په تلو تلو کښې يې هغوئ وژل


مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“


نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“


”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan