22 په ورپسې سحر چې هغوئ پاڅېدل، نو نمر په اوبو باندې ځلېدو او اوبۀ د وينو په شان سرې ښکارېدلې.
کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول.
هغوئ په حېرانتيا سره ووئيل، ”ګورئ، دا خو وينه ده، هغه درې لښکرو به د يو بل سره جنګ کړے وى او ټول به مړۀ شوى وى. راځئ چې مالِ غنيمت راغونډ کړُو.“
مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“