20 په ورپسې سحر، د سحر د نذرانې په وخت، د ادوم د طرف نه اوبۀ راوبهېدلې او مُلک د اوبو نه ډک شو.
د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربانګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.
کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول.
او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،
کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې، او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې، خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟ هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“
ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.