2 هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو.
د مالِک خُدائ خِلاف د هغۀ د ګناهونو په وجه داسې وشول، لکه څنګه چې د هغۀ نه مخکښېنى يربعام د خپلې ګناه په وجه مالِک خُدائ نارضا کړے وو او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلى وُو.
کله چې اخىاب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.
د اخىاب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.
ياهُو د سامريه ټول خلق راغونډ کړل او ورته يې ووئيل، ”اخىاب بادشاه د بعل بُت لږ شان خِدمت کړے دے، خو زۀ به يې د هغۀ نه هم زيات خِدمت وکړم.
د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،
هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.
يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“
بيا ياهُو لاړو او د خوراک څښاک نه پس هغۀ ووئيل، ”دا لعنتى ښځه بوځئ او ښخه يې کړئ، کۀ څۀ هم وى خو د بادشاه لور خو ده کنه.“
د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.
نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“