دوېم بادشاهان 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“ Faic an caibideil |
او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قيرحراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.