Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 تاسو به هيڅ باران يا هوا ونۀ وينئ، خو دا نِهر به بيا هم د اوبو نه ډک شى او تاسو، ستاسو څاروى او نور ځناور به اوبۀ وڅښى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 3:17
9 Iomraidhean Croise  

او اليشع وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، دا اوچه وادى به د اوبو د ډنډونو نه ډکه شى.


او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،


کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى، دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى. د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.


او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل.


کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan