1 نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخىاب زوئ يورام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه.
د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اوولسم کال، د اخىاب زوئ اخزياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه باندې دوه کاله بادشاهى وکړه.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.
د اِسرائيل د بادشاه د اخىاب زوئ يورام د بادشاهۍ په پينځم کال، د يهوسفط زوئ يهورام د يهوداه بادشاه شو
د هغوئ په مشورو يې عمل کولو کله چې د شام بادشاه حِزائيل خِلاف يې په يو جنګ کښې د اِسرائيل د بادشاه يورام ملګرتيا وکړه. لښکرې په راماتجِلعاد کښې په جنګ شوې او يورام په جنګ کښې زخمى شو.