9 يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو.
منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،
هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو خِدمت کړے وو نو هغۀ هم ورته سجدې لګولې.
د هغۀ په دور کښې د بابل فوج د يروشلم خِلاف روان شو چې مشرى يې د نبوکدنضر بادشاه آفسرانو کوله او يروشلم يې محاصره کړو.
هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.