8 يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور نحشتا وه چې د يروشلم د الناتن لور وه.
د يهويقيم دوه زامن وُو: يهوياکين او صدقياه.
يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم درې مياشتې او لس ورځې بادشاهى وکړه. هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.
مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.
زۀ به تا او ستا مور د دې مُلک نه جلاوطن کړم، او تاسو به په پردى مُلک کښې مړۀ شئ، په هغه مُلک کښې چرته چې تاسو پېدا شوى نۀ يئ.
خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“
وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.
د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.