Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 24:7
10 Iomraidhean Croise  

نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.


کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.


تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.


”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى.


په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف يم. زۀ به د هغۀ دواړه لاسونه مات کړم، روغ او مات دواړه لاسونه به يې مات کړم، او تُوره به د هغۀ د لاس نه وغورزوم.


چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى.


او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan