6 يهويقيم مړ شو او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
نور هر څۀ چې يهويقيم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.
د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه، يهويقيم يې ونيولو او بابل ته يې په زنځيرونو کښې بوتلو.
يهويقيم چې هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د خرابو رسمونو او چې هغۀ کوم حرام کارونه کړى وُو، هغه د اِسرائيل او د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. نو د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.
نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.
د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه،