18 صدقياه د يويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.
يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې حکومت وکړو. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.
صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه.
هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې،
د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو.
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.
دا د مالِک خُدائ هغه پېغام دے چې په يرمياه نبى باندې د عيلام په حقله د يهوداه د بادشاه صدقياه د بادشاهۍ په وړومبو ورځو کښې نازل شو.