16 د بابل بادشاه نبوکدنضر ټول فوجيان هم وويستل چې په شمېر کښې اووۀ زره وُو، چې په جنګ کښې ښۀ تکړه وُو او ورسره يو زر ماهِر کاريګران او لوهاران هم وُو.
نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.
خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى.
د ټولو بنى اِسرائيلو نسبنامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.
زۀ به تاسو هغه چا ته حواله کړم څوک چې ستا ژوند ختمول غواړى او د چا نه چې تۀ يرېږې. زۀ به تا د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ خلقو ته حواله کړم.
هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.
د نبوکدنضر د حکومت په اوؤم کال کښې څوک چې جلاوطن کړے شوى وُو د هغوئ شمېر درې زره او درويشت وو.
بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،
هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله.