Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 24:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 24:13
15 Iomraidhean Croise  

يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.


نبوکدنضر د مالِک خُدائ د کور څۀ خزانې يوړې او په بابل کښې يې په خپل محل کښې کېښودې.


يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.


نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.


زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.


هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.


هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.


زۀ به دا هر څۀ غېرو ته د غنيمت په شکل حواله کړم او د زمکې شريرانو باندې به يې لوټ کړم، او هغوئ به يې پليت کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan