10 د هغۀ په دور کښې د بابل فوج د يروشلم خِلاف روان شو چې مشرى يې د نبوکدنضر بادشاه آفسرانو کوله او يروشلم يې محاصره کړو.
د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو،
يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو.
او د صدقياه د بادشاهۍ تر يوولسم کال پورې يې دا محاصره کړے وو.
ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“
وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.
”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.
”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.