زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.