9 هغه علاقائى اِمامانو ته دا اجازت نۀ وو چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ د قربانګاه خِدمت کړے وے، خو چې د هغوئ ملګرو اِمامانو ته کومه پتيره روټۍ مِلاو شوې وه نو هغه يې خوړلے شوه.
او هغۀ د هنوم په وادۍ کښې د غېرو قومونو د عبادت ځائ توفت هم ناپاک کړو، نو چې هيڅ څوک خپل زوئ يا لور مولک بُت ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه نۀ شى قربانى کولے.
ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“