Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 23:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د يهوداه په ښارونو کښې چې کوم اِمامان وُو هغه يې يروشلم ته راوستل او په ټول مُلک کښې يې علاقائى عبادتخانه ناپاکه کړه چرته چې هغوئ قربانۍ پېش کړې وې. هغۀ د ښار د حکمران يشوَع د دروازې په خولۀ کښې علاقائى عبادتخانې تباه کړې. دا دروازه ښار ته د ننوتو د دروازې په ګس طرف باندې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 23:8
13 Iomraidhean Croise  

بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،


نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه.


اِسحاق د دې ځائ نه بيرسبع ته لاړو.


بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.


الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.


د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل.


هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.


”هغه ليويان چا چې زما نه جدائى اختيار کړه کله چې د بنى اِسرائيلو قوم بې‌لارې شو او هغوئ چا چې زما په ځائ د خپلو بُتانو پيروى وکړه به د خپلې ګناه سزا وزغمى.


مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“


ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.


کفرالعمونى، عُفنى او جبعه، دا دولس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه،


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan