7 هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د اوسېدو هغه کوټې ورانې کړې چې د هغه کور نرانو کنجرانو نيولې وې، چرته چې ښځو د اشيرې بُت دپاره چُوغې جوړولې.
د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل.
هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.
هغۀ د مُلک نه هغه نران کنجران وشړل کومو چې د غېرو قومونو په قربانګاه باندې خِدمت کولو چې هغوئ د هغۀ د پلار آسا د وخت نه دا کار نۀ وو پرېښے.
نو يوسياه بادشاه هغه ټول حرام کاره بُتان تباه کړل کوم چې د اِسرائيل په علاقه کښې وُو او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وو، نو هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک نه نۀ اوړېدل.
تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.
نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.
زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
د غرونو دپاسه هغوئ قربانۍ پېش کوى او هغوئ په غرونو د څېړۍ، چِنار او يا بل کوم بوټى لاندې ځکه خوشبويۍ سوزوى چې د دې سورے ډېر ښائسته وى. نو په نتيجه کښې ستاسو د لوڼو نه به کنجرې جوړې شى او ستاسو اِنږوريانې به زنا شروع کړى.
زۀ به ستاسو لوڼو له سزا نۀ ورکوم کله چې هغوئ کنجرتوب شروع کوى او نۀ به ستاسو اِنږوريانو له سزا ورکوم کله چې هغوئ زنا کوى. ځکه چې بنى اِسرائيليان سړى پخپله د کنجرو سره عياشى کوى کله چې هغوئ قربانۍ پېش کوى. چا رښتيا وئيلې دى چې، ”څوک چې عقل نۀ لرى نو هغه تباه شى.“
کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.
اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.