Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 23:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ د مالِک خُدائ کور نه د اشيرې بُت نښه لرې کړله، د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يې يوړه، وې سوزوله او خاورې يې کړه او د دې ايره يې د عامو خلقو په قبرونو باندې وشيندله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 23:6
20 Iomraidhean Croise  

هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.


هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.


هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.


کۀ تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“


چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله.


نو هغوئ د عبادت ستنه او عبادتخانه تباه کړه او عبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن ورځې پورې شته دے.


هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.


هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.


يوسياه په بيت‌ايل کښې د عبادت هغه ځائ هم راوغورزولو چې د نباط زوئ يربعام بادشاه جوړ کړے وو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. يوسياه قربان‌ګاه راوغورزوله، د دې کاڼى يې ټوټې ټوټې او خاورې کړل، هغۀ د اشيرې مجسمه هم وسوزوله.


آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بې‌شرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې.


هغۀ علاقائى عبادتخانې بيا جوړې کړې چې کوم د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو. هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې، د اشيرې بُت نښې يې جوړې کړې او د ستورو عبادت يې وکړو.


د هغۀ د ښودنې لاندې هغه قربان‌ګاه ټوټې ټوټې کړے شوه چرته چې د بعل عبادت کېدو او د دې سره نزدې د خوشبويۍ قربان‌ګاه راوغورزولے شوې. هغوئ د اشيرې بُتانو او د نورو ټولو بُتانو نه خاورې جوړې کړې او هغه خاورې يې د هغه خلقو په قبرونو باندې وشيندلې چا چې دې ته قربانۍ پېش کړې وې.


هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.


نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.


نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.


نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“


د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل.


د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.


ما هغه د ګناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو سخے واخستو کوم چې تاسو جوړ کړے وو او په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو او هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan