Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 23:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 يوسياه مخ واړولو او هلته يې د غرۀ دپاسه څۀ قبرونه وليدل، هډُوکى يې ترې نه رابهر کړل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. نو هغه قربان‌ګاه يې ناپاکه کړه، چې د دې هغه پېغمبر ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې د اختر په وخت کښې يربعام بادشاه د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. يوسياه بادشاه وکتل او د هغه پېغمبر قبر يې وليدو چې کوم دا پېشګوئې کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 23:16
6 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“


يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو.


زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربان‌ګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan