دوېم بادشاهان 23:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 هغه ټولې قربانګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربانګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربانګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې. Faic an caibideil |
بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيتايل ته يوړې.