Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 23:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د آسونو هغه مجسمې يې هم لرې کړې چې د يهوداه بادشاه نمر ته وقف کړې وې او چې په دې کښې کومې جنګى ګاډۍ استعمالېدلې هغه يې وسوزولې. (دا د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې اېښودے شوې وې، چې د دروازې او د مشر آفسر ناتن مُلک د اوسېدو د کوټې سره نزدې وې.)

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 23:11
8 Iomraidhean Croise  

هغۀ بُت پرسته اِمامان لرې کړل چې د يهوداه بادشاهانو مقرر کړى وُو چې کومو د يهوداه په ښارونو کښې په علاقائى عبادتخانو او يروشلم ته نزدې ځايونو کښې قربانۍ پېش کولې، هغه ټول اِمامان يې لرې کړل چا چې بعل، نمر، سپوږمۍ، سيارو او ستورو ته قربانۍ پېش کولې.


د نمرپرېواتۀ طرف ته دربار سره په لاره څلور څوکيداران وُو او په خپله په دربار باندې دوه څوکيداران وُو.


هغۀ د يهوداه د هر يو ښار نه علاقائى عبادتخانې د خوشبويۍ سوزولو ټولې قربان‌ګاه ختمې کړې، نو په دې وجه د هغۀ د بادشاهۍ لاندې حکومت په امن کښې وو.


د هغۀ د ښودنې لاندې هغه قربان‌ګاه ټوټې ټوټې کړے شوه چرته چې د بعل عبادت کېدو او د دې سره نزدې د خوشبويۍ قربان‌ګاه راوغورزولے شوې. هغوئ د اشيرې بُتانو او د نورو ټولو بُتانو نه خاورې جوړې کړې او هغه خاورې يې د هغه خلقو په قبرونو باندې وشيندلې چا چې دې ته قربانۍ پېش کړې وې.


کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،


نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.


هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.


په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan