1 بيا يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راوغوښتل،
داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،
او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان، پېغمبران او باقى نور ټول خلق د واړو نه واخله تر غټو پورې ورسره وُو. د هغوئ ټولو په وړاندې، بادشاه د لوظ هغه ټول کِتاب ولوستلو کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو.
نو حزقياه سحر وختى د ښار مشران سړى راغونډ کړل او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل.
يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه.
د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم.
يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.