9 بيا هغه واپس بادشاه له لاړو او د دې نه يې خبر کړو، ”د مالِک خُدائ په کور کښې چې کومې پېسې جمع شوې وې هغه ستا خِدمت کوونکو اخستې دى او هغه سړو له يې ورکړې دى چې د مرمت مشران دى.“
کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.
او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.
او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،
د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو،
سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو.
د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى.
خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.
هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،
حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
په دې دوران کښې چې کوم د يهوديانو خلق چې موآب، عمون، ادوم او نورو مُلکونو ته مسافر شوى وُو نو هغوئ ټول په دې خبر شول چې د بابل بادشاه د يهوداه پاتې شوى خلقو له په يهوداه کښې د اوسېدو اجازت ورکړے دے او جدلياه يې د هغوئ حکمران جوړ کړے دے،
نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.