3 د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو،
چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.
او د يوسياه د بادشاهۍ په اتلسم کال په يروشلم کښې د فسحې اختر وکړے شو.
د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو،
د مالِک خُدائ په کور کښې د ګمرياه د سافن زوئ منشى د کوټې نه، کومه چې د دربار په بره حِصه کښې وه او د مالِک خُدائ د کور د داخلېدو د نوې دروازې سره نزدې وه، باروک ټولو خلقو ته چې هلته موجود وُو د يرمياه کلام د طومار نه تلاوت کړو.
کله چې ميکاياه د ګمرياه زوئ او د سافن نمسى د مالِک خُدائ کلام د طومار نه واورېدو،
نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.