دوېم بادشاهان 22:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 او د مالِک خُدائ دا پېغام هغۀ له ورکړئ، ”زۀ به يروشلم او د دې ټولو خلقو له سزا ورکړم لکه څنګه چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې بادشاه ولوستلو. Faic an caibideil |
نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.