12 او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،
بيا هغه واپس بادشاه له لاړو او د دې نه يې خبر کړو، ”د مالِک خُدائ په کور کښې چې کومې پېسې جمع شوې وې هغه ستا خِدمت کوونکو اخستې دى او هغه سړو له يې ورکړې دى چې د مرمت مشران دى.“
د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى.
نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.
خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.
حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.