دوېم بادشاهان 21:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو. Faic an caibideil |
د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيتهګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.