Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 21:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو خِدمت کړے وو نو هغۀ هم ورته سجدې لګولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 21:21
8 Iomraidhean Croise  

”منسى بادشاه حرام کارونه کړى دى، د هغه کارونو نه هم ډېر بد چې کوم کنعانيانو کړى وُو، او هغۀ د خپلو بُتانو سره د يهوداه خلق د ګناه طرف ته بوتلى وُو.


منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.


د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،


هغۀ مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک رد کړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه.


هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.


په هغه کِتاب کښې د ليکلى شوى قانون عملى کولو دپاره چې خِلقياه اِمام د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے وو، يوسياه بادشاه د يروشلم او د نور ټول يهوداه نه ټول جادوګر او قسمت ښودونکى او کورنى ټول بُتان او د غېرو قومونو د عبادت نور ټول حرام څيزونه لرې کړل.


هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو او هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.


يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan