منسى دومره ډېر بېګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.
سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.