12 نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګزيګ ودريږى.
او د مالِک خُدائ دا پېغام هغۀ له ورکړئ، ”زۀ به يروشلم او د دې ټولو خلقو له سزا ورکړم لکه څنګه چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې بادشاه ولوستلو.
خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د يو افت دپاسه به بل افت په تاسو راځى.
تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.
نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى.