Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 20:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 20:8
14 Iomraidhean Croise  

خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“


نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.


”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.


بيا يشعياه د بادشاه کسانو ته وفرمائيل چې د هغۀ په دانه باندې د اينځر نه جوړ شوے مرهم ولګوئ، نو هغه به روغ شى.


يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“


يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“


او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“


”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.


”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى.


او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“


جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan