7 بيا يشعياه د بادشاه کسانو ته وفرمائيل چې د هغۀ په دانه باندې د اينځر نه جوړ شوے مرهم ولګوئ، نو هغه به روغ شى.
زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“
حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه.
يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“