4 يشعياه د بادشاه نه روان شو، خو هغه لا د محل د مرکزى دربار نه تېر شوے نۀ وو چې د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو،
د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو.
”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.
”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.
نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،